د پنجشیر ولایت د زندان له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۲۴
زندان

۱۴۴۷/۱۱/۵

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د زندان د ودانیزو تعمیرونو د جوړولو له روانو چارو څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال د پروژې د ودانیزو چارو جریان له نږدې وڅارل شو او د کار د کیفیت د لا ښه والي په موخه قراردادي لوري ته لازمې تخنیکي لارښوونې وشوې.

د ټاکلې شوي تخنیکي ټيم له لوري به تر هغې د پروژې څارنه کیږي، چې ټولې ودانیزې چارې د تخنیکي اسنادو او منظور شوې نقشې سره سم پرمخ یوړل شي، څو پروژه په معیاري او لوړ کیفیت بشپړه شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه هڅه کوي، چې ټولې پروژې معیارونو سره سمې او په لوړ کیفیت تطبیق شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۸
Background image

په کابل ښار کې د څو پوړیزو ودانیو په تهکوۍ کې د موټرو د تمځای جوړولو موضوع وڅېړل شوه

۱۶/۱۱/۱۴۴۷

 په کابل ښار کې د څو پوړیزو ودانیو په تهکوي کې د موټرو د تمځای د جوړولو د څرنګوالي د ارزونې په موخه د یوې کمېټې غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۶
Background image

د کوچيانو او اداري اصلاحاتو ښارګوټو کې د سرغړونو وضعیت وارزول شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۶

د میدان وردګ ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري د کوچيانو او اداري اصلاحاتو ښارګوټو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي او ارزونې په موخه نظارتي څارنه ترسره شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۱۹
Background image

په ننګرهار کې نږدې دوه زره کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند خانکي ښارګوټي کې پر راستنو شوو مهاجرو د استوګنیزو نمرو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت