د فاریاب ولایت په میمنه ښار کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۹
میمنه

۱۴۴۷/۱۰/۱۸

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو اړوند تخنیکي ټيم د میمنې ښار د ملکي هوايي ډګر آمریت اړوند د مسجد شریف د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.

د څارنې په ترڅ کې څرګنده شوه، چې د مسجد شریف ساختماني چارې د منظور شوې نقشې او انجنیري معیارونو مطابق پر مخ روانې دي. تخنیکي ټیم د پروژې بېلابېلې برخې له نږدې وکتلې او د کار کیفیت یې وارزاوه.

د نظارت پر مهال، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وشوې، چې له مخې یې باید د پروژې پاتې چارې هم د نقشې او انجنیري اصولو سره سم بشپړې کړي او د کار په هر پړاو کې نظارتي انجنیران په جریان کې وساتي.

همدارنګه ټینګار وشو، چې د پروژې چارې دې په منظم او معیاري ډول پر مخ یووړل شي، تر څو ټاکل شوې پایلې په غوره کیفیت سره ترلاسه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۱
Background image

ښاري تخلفات او غیر پلاني ابادي، ستونزې پیدا کوي، چې د کور او ښار جوړولو وزارت یې مخنیوی کوي

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري سرغړونود مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو مخکنیو څارنو د دوام په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۴:۵۷
Background image

په کابل ښار کې د نقلیه وسایطو د تم‌ځایونو د جوړولو لپاره، د لوړو ودانیو له مالکانو سره خبرې وشوې

۱۴۴۸/۲/۶

په کابل ښار کې د تګ راتګ په مهال د موټرو ګڼه ګوڼه او د تمځایونو کمښت، هغه ستونزه ده چې خلک ورسره لاس او ګرېوان دي.

د همدې ستونزې د حل لپاره د هېواد په کچه د بېلا بېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۴:۴۲
Background image

تهیه و تدارک 39 قلم رنگ باب(کارتریج)مورد ضرورت وزارت شهرسازی و مسکن سال مالی 1405

اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد

بدینوسیله به اطلاع عموم داوطلبان رسانیده میشود که وزارت شهر سازی و مسکن در نظر دارد تا تهیه و تدارک 39 قلم رنگ باب(کارتریج)مورد ضرورت وزارت شهرسازی و مسکن. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت