د کابل ښار پنځمې ناحیې کې د قطري استوګنیز ښارګوټي د پروژې له چارو څارنه وشو
۱۴۴۷/۰۹/۲۱
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ساختماني او زیربنایي پروژو د تطبیق د نظارت ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د پنځمې ناحیې په خوشحال خان سیمه کې د «شیخ علي بن عبدالله جاسم آل ثاني» استوګنیز ښارګوټي (قطري ښارګوټي) د پروژې له روانو چارو تخنیکي نظارت ترسره کړ.
د نظارت پر مهال د جومات ودانۍ، د ښوونځي، د لومړي، دویم او درېیم بلاک ودانیو کې د نجارۍ کارونه، د برېښنا د تجهیزاتو نصب، د تشنابونو د وسایلو لګول او د ودانیو رنګمالۍ چارې روانې وې.
د مسؤلینو په وینا، یاد ښارګوټی د معیاري استوګنیز کمپلکس په بڼه طرحه شوی او اړینې ښاري اسانتیاوې پکې په پام کې نیول شوې دي. د پروژې فزیکي پرمختګ تر دې مهاله شاوخوا ۹۵.۲ سلنې ته رسېدلی دی.
د نظارت په ترڅ کې د پروژې ساحوي انجنیرانو ته لازمې سپارښتنې وشوې، څو د تړون د تخنیکي اسنادو، ملي او نړیوالو معیارونو او د کاري خوندیتوب اصولو ته په بشپړه توګه پام وکړي او پاتې چارې هم د کیفیتي معیارونو له مخې بشپړې کړي.
د شیخ علي بن عبدالله جاسم آل ثاني استوګنیز ښارګوټی د قطر هېواد له مرستو څخه یوه مهمه پروژه ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت او د الغرافه خیریه بنسټ ترمنځ د تفاهمنامې له مخې پلې کېږي.
