د سرپناه پر لور ثابت ګامونه؛ د مهاجرینو ښارګوټو کې پرمختیایي چارې روانې دي

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۲
.

۲۹/۰۶/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د بېرته راستنېدونکو مهاجرو اړمنو کورنیو لپاره د ډیزاین شوو ښارګوټو له جملې په ۱۵ هغوی کې یې د سړکونو د هوارولو او د جغل اچونې چارې روانې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري په مناسبې چټکتیا سره د مهاجرینو د ښارګوټو د کاري بهیر بېلابېل پړاوونه پر مخ روان دي، چې په کې د ځمکو تثبیت، سروې، د تفصیلي پلان طرحه او خدماتي چارې شاملې دي.

یاد وزارت تر اوسه د مهاجرینو لپاره ۴۱ ښارګوټي تثبیت کړي دي، چې د ۳۴ ښارګوټو د ځمکو توپوګرافي سروې یې بشپړه شوې او د ۷ نورو ښارګوټو سروې یې تر کار لاندې ده.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د مهاجرینو ښارګوټو هغه تفصیلي پلانونه هم منظور کړي دي، چې د دې وزارت د مسلکي کارپوهانو له خوا طرحه او ترتیب شوي دي.

ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني، ټینګار وکړ چې د مهاجرینو د ښارګوټو ټولې چارې باید په دقت او چټکتیا سره عملي او تطبیق شي.

د دغو ښارګوټو د زیات شمیر یې خط اچونه تر سره شوې او د نورو ښار ګوټود خط اچونې چارې روانې دي.

اوسمهال د خدماتي برخې مهمې چارې، چې د ساحې هوارول، د سړکونو جوړول او جغل‌ اچونې په کې شاملې دي، په ۱۳ ښارګوټو کې روانې دي او په ددرې نورو کې بیا بشپړې شوې دي.

د پکتیا ولایت اړوند د رباط په نوم د مهاجرینو په ښارګوټي، د بامیان ولایت د قلعه اژدر او د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د مهاجرینو د ښارګوټو په لومړي او دویم پړاو کې د ساحې هوارول، د سړکونو جوړول او جغل اچونې بشپړې شوې دي.

همدارنګه دا چارې د کندهار ولایت د تخته ‌پُل او ژېړۍ ولسوالیو، د هلمند ولایت د واشیر ولسوالۍ، او د کندز ولایت د دشت ارچي او چهاردرې خواجه‌کفتر په ښارګوټو کې روانې دي.

پر دې سربېره د اروزګان ولایت د ترینکوټ، د خاص کنړ ولسوالۍ، د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالۍ، د هرات ولایت مرکز، د زابل ولایت مرکز، د لغمان ولایت د شمکت ښارګوټي، د ننګرهار ولایت د روداتو او بهسود ولسوالیو او د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ د مهاجرینو په ښارګوټو کې د هوارولو چارې، جغل‌ اچول او د سړک جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې کوي، چې د مهاجرینو د ښارګوټو خدماتي چارې ژر تر ژره بشپړې شي، تر څو بېرته راستانه شویو مستحقو مهاجرینو ته د استوګنې او سرپناه زمینه برابره شي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت