بلخ ولایت کې اجباري راستنېدونکو کډوالو ته د نمرو وېش پیل شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱:۳
بلخ

۱۴۴۶/۱۰/۲۵

د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام ښاغلي اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې اجباري راستنېدونکو بې وزله کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشلې.

په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ شوي وو، د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام ښاغلي اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، په نورو هېوادونو کې مېشت افغان کډوالو غږ وکړ، چې خپل هېواد ته راستانه شي، چې دوی ورته باعزته زمینه برابره کړې ده.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، له بده مرغه چې ګاونډي هېوادونه د ټولو ملي، سیمه ییز او نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي او په ځینو مواردو کې یې شتمني هم لوټي.

نوموړي په اسلامي هېوادونو او خیریه مؤسساتو هم غږ وکړ، چې خپل انساني او اسلامي مسؤلیت اداء کړي او د افغان کډوالو لاسنیوی وکړي.

په ورته وخت کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وویل، خوښ دی چې د خپلو مهاجرو ورونو خدمت کوي او په کوردننه ورته د دایمي مېشتېدو لپاره زمینه برابروي.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني وویل، اسلامي امارت مهاجرو ورونو ته په درنه سترګه ګوري او همدا لامل دی چې په لوړه کچه کمېسیون یې جوړ کړی او شپه او ورځ د مهاجرو په خدمت کې بوخت دي.

نوموړي وویل، د تېرې شل کلنې دورې په مهال هم ځینو ولایتونو لپاره پلانونه جوړ شوي وو، خو په خبره یې بې شمېره ستونزې یې درلودې، زیربناء یې نه وي، نمرې یې کوچنۍ وې او داسې نوروې ستونزې یې درلودې، چې اوس دوی ټولې ستونزې حل کړي دي.

په مراسمو کې د بلخ محترم والي الحاج محمد یوسف وفا هم خبرې وکړې او وویل، دوی ویاړي چې د خپلو مهاجرو ورونو خدمت کوي او ټوله ولایتي اړونده اداره به یې خدمت وکړي.

د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټي پلان په (۳۱۰۰) جریبه ځمکه کې جوړ شوی، چې (۳۱۵۰) استوګنیزې نمرې لري، چې (۵۰۰) یې پنځلس بسوه یي نمرې، (۷۰۰) یې لس بسوه یې او (۱۹۵۰) یې بیا پنځه بسوه یي نمرې دي.

یاد ښارګوټي کې (۲۰۰) نمرې بلند منزل دي، سوداګریز مارکېټونه (۱۹) مسجدونه، مدرسه، دولس ښوونځي، روغتیایي کلینیکونه، روغتون، ناحیوي او عمومي پارکوونه، کتابتونونه، زرغونې ساحې او د ژوند اړوند نورې د اړتیا وړ ساحې شاملې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۸
Background image

د جوزجان ولایت مخابرات ریاست اړوند د ښوونځي د ودانۍ له جوړولو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د جوزجان ولایت د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم، د جوزجان ولایت د مخابراتو ریاست اړوند د پمپ ‌خانې په سیمه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۴۵
Background image

په پنچشیر کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو له پروژې څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د پنجشېر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یادې اداري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۹
Background image

په نوي کابل ښار کې د اوبو ایستنې او سیلابونو د مدیریت زیربنایي چارې پراخېږي

۱۴۴۸/۴/۱۱

د نوي کابل ښار عمومي ریاست له لوري د ښار د زیربنایي پراختیا په لړ کې، د موسمي ورښتونو او سیلابي اوبو د مدیریت، د اوبو د منظم انتقال او د ښاري تأسیساتو د خوندیتوب په موخه د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت