د کور او ښار جوړولو وزارت یو شمېر هېوادوالو ته د کار کولو زمینه برابره کړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۵:۴
امتحان الکترونیکی وزارت شهرسازی و مسکن

۱۴۴۶/۰۳/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وایي، د حکومتونو مسؤلیت دی، چې دندې وړ او ژمن کسانو ته وسپاري.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني وویل، که څه هم ځینې کسان د نورو له لوري ور پېژندل شوي، خو دوی د ازادو سیالیو له لارې ازموینو ته راجع کړل، تر څو وړ او ژمن کس انتخاب شي.

نوموړي وویل، خدای، نظام او ولس ته مسؤلیت لري او هڅه یې دا ده چې د کور او ښار جوړولو وزارت ته وړ او ژمن کسان د ازادو سیالیو له لارې استخدام شي چې په خبره یې ازموینه د امانت په څېر ترې اخیستل کېږي.

سرپرست وزیر د ازادو سیالیو داوطلبانو ته په خطاب کې وویل، څوک چې د ورسپارل شوې دندې بې پروایي کوي او په سمه توګه یې نه ترسره کوي، د حدیث پر بنست خاین  او بې ایمانه دی او هغه چې ژمنتیا ونه لري، نو بې دینه دی.

هغه ټولو ته وویل، چې له خپل رب سره ژمنه وکړي او دنده په پوره ایماندارۍ او صداقت سرته ورسوئ.

د خبرو په دوام ښاغلي شیخ نعماني وویل، دندې ته د غنیمت په سترګه نه، بلکې دامانت او ستر مسؤلیت په سترګه وکتل شي.

ورپسې د چارو ادارې محترم عمومي رئیس شیخ نورالحق انور، د استخدام بهیر د نظام یو اساس وباله چې په خبره یې د روڼتیا او سالمې ادارې د رامنځته کولو لپاره مهم دی.

ښاغلي شیخ نورالحق انور وویل، وړ کسان د بحرانونو او ستونزو لاملونه په ګوته کوي او حل لارې وړاندیز کوي.

نوموړي د کور او ښار جوړولو وزارت د هڅو په تائید وویل، دندې باید داسې کسانو ته وسپارل شي چې اداره پرې پیاوړې شي، نوښتونه وکړي او د بې نظمیو مخنیوی وکړي.

دغه خبرې د کور او ښار جوړولو وزارت د (۹۴) خالي بستونو د برېښنایي ازموینې په پرانست غونډه کې ترسره شوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي چې د شایسته سالارۍ لپاره انتخاب وکړي او خلکو ته د کار کولو زمینه برابره کړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۴:۸
Background image

په هرات کې د زیر کوه ولسوالۍ د اداري تعمیر له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۵

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د زیر کوه ولسوالۍ د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۰:۴۵
Background image

په اسعد‌ اباد ښار کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

۱۴۴۶/۱۲/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي،  د ښاري تخلفاتو د مخنیوي انجینري ټیم د اسعد‌آباد ښار د چنار ډبې په سیمه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۸:۵۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون د مرکزي لیلې له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۵

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد نبي سعیدي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ننګرهار پوهنتون د لیلې د شپږو استوګنیزو بلاکونو له رغنیزو چارو. . .

BACK TO NEWS