د کور او ښار جوړولو وزارت کې به د (۱۳) میلیونه افغانیو په ارزښت یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۵:۲۴
وزارت شهرسازی و مسکن

۱۴۴۶/۰۴/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه یو له مهمو او کلیدي وزارتونو څخه دی، چې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې یو شمېر پروژې لري.

یوه له دغو پروژو هغه ده چې د دغه وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني یې د بنسټ ډبره کېښوده او د باکیفیته چارو پر چټکتیا یې ټینګار وکړ.

دغه پروژه د (۱۳) میلیونه افغانیو په لګښت ودانېږي، چې اوسمهال یې ودانیزې چارې خوا اوشا (۹۵) سلنه پرمخ تللي دي.

د دغې پروژې لګښت په خپله د کور او ښار جوړولو وزارت ورکوي او تمه ده چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

پروژه یو باب درې پوړیزه مسجد شریف دی، چې په یوه وخت کې د (۸۰۰) لمونځ کوونکو ظرفیت لري او د لمانځه د اداء کولو لپاره د تیاري او اودس کولو بشپړې اسانتیاوې لري.

دغه مسجد شریف د وخت په عصري نقشه جوړ او چارې یې د کیفیت او معیار پر بنسټ سرته رسېدلي او روانې دي.

مساجد د مسلمانانو د عبادت ځایونه دي چې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر یې د ظاهري ښکلا ترڅنګ په معنوي ښکلا چې د لمونځونو او نورو عبادتونو پر ځای کول دي، ټینګار کړی.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۴:۸
Background image

په هرات کې د زیر کوه ولسوالۍ د اداري تعمیر له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۵

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د زیر کوه ولسوالۍ د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۰:۴۵
Background image

په اسعد‌ اباد ښار کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

۱۴۴۶/۱۲/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي،  د ښاري تخلفاتو د مخنیوي انجینري ټیم د اسعد‌آباد ښار د چنار ډبې په سیمه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۸:۵۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون د مرکزي لیلې له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۵

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد نبي سعیدي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ننګرهار پوهنتون د لیلې د شپږو استوګنیزو بلاکونو له رغنیزو چارو. . .

BACK TO NEWS