د کور او ښار جوړولو وزارت او د پلټنې عالي ادارې د لاشفافیت په موخه ناسته وکړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۴:۵۵
picture

۱۴۴۵/۱۰/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د پلټنې عالي ادارې له استازو سره وکتل.

په دغه کتنه کې د پلټنې عالي ادارې د پلټنې ټیم د کور اوښار جوړولو وزارت په پروژو او نورو چارو کې د لا شفافیت په موخه خبرې وشوې.

د پلټنې عالي ادارې استازو، د کور او ښار جوړولو وزارت له سرپرست شیخ حمدالله نعماني او نورو اړوندو مسؤلینو مننه وکړه، چې د پلټنو په بهیر کې یې د شفافیت په موخه بې درېغه همکاري کړې او کوي یې.

دوی زیاته کړه، د پلټنې عالي اداره هر کال د وزارتونو او ادارو د کړنو او مالي برخو پلټنه کوي او بیا خپلې موندنې له ذیصلاح مسؤلینو سره شریک کوي.

په دې ناسته کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر د پلټنې عالي ادارې غړو او د کور او ښار جوړولو وزارت مالي، اداري او تدارکاتو ریاستونو ته لارښوونه وکړه، تر څو په هغو مواردو بحث او خبرې وکړي چې د پلټنې عالي اداري غړو موندلي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د بلخ ولایت د مهاجرینو ښارګوټي له چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په بلخ ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط ‌اچونې او سړک جوړونې له چارو څارنه وکړه.

نوموړي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۱۷
Background image

په غزني ولایت کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، په غزني ولایت کې د غزني ښار له پلاني ساحو څخه د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ودانیزو چارو د څارنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۹:۴۶
Background image

په پکتیا ولایت کې د توپوګرافۍ سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي اې ‌اېس ریاست د محترم رئیس په لارښوونه، د پکتیا ولایت په ډنډ پټان او ځاځي اریوب ولسوالیو کې د توپوګرافۍ سروې چارې پیل شوې.

د کور او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت