لوګر ولایت کې هېچاته اجازه نه ورکول کېږي، چې خپل سرې ساختماني چارې ترسره کړي

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۴:۱۵
picture

11/10/1445

د کور او ښار جوړولو وزارت هوډ لري چې په (۳۴) ولایتونو کې د خپل سرو ودانیزو او ساختماني چارو او دغه راز د پلان خلاف کارونو مخنیوی وکړي.

لوګر کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وايي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د لوګر محترمې ښاروالۍ له استازو سره یوځای د یوې خپل سرې ودانۍ د جوړېدو مخنیوی وکړ.

محترم مولوي مطیع الله زاهد وایي، پل علم ښار کې د ښاري اصولو او معیارونو خلاف په یوه هستوګنیز ځای کې سوداګریز مارکېټ جوړېده، چې دوی یې مخنیوی وکړ.

نوموړی وایي، د مخنیوي ترڅنګ د یاد غیر قانوني سوداګریز مارکېټ څه ناڅه ترسره شوي کارونه هم تخریب کړل شول.د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه په مرکز او ولایتونو کې د خپل سرو او غیرې قانوني ودانیو د جوړېدو مخنیوی کوي، تر څو ښارونه د نقشې مطابق په ښاري معیارونو برابر جوړ شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۵۷
Background image

د ۱۴۰۵ مالي کال په بودیجه کې د نويو پروژو د شاملولو په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۷/۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروتي په مشرۍ ناسته وشوه چې په کې د دغه وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شيخ مدارعلي کريمي بامياني، او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۵۳
Background image

په غزني کې د اداري ودانۍ د سیخ ‌بندۍ او سقف د چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم لخوا د شپږمې ناحیې د اداري ودانۍ د سیخ‌ بندۍ او سقف د چارو څارنه ترسره شوه.

ښاغلي رئیس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د بلخ ولایت د مهاجرینو ښارګوټي له چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په بلخ ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط ‌اچونې او سړک جوړونې له چارو څارنه وکړه.

نوموړي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت