په لښکرګاه ښار کې د تفصیلي پلان له مخې د احمد شاه مینې او ایوب خان مینې لومړۍ برخې تثبیت شوې

1444/06/09
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د لښکرګاه ښار د تفصیلي پلان له مخې د احمد شاه مینې او ایوب خان مینې لومړۍ برخه تثبیت کړه.
یاده بررسي د لښکرګاه ښار د تفصیلي او ستراتیژیک پلان سره سم په دې دوه سیمو کې تر سره شوه، چې د احمد شاه مینې شاوخوا ۷۵ سلنه ځمکه غصب شوې وه او په ځینو سیمو کې یې تعمیرونه جوړ شوي وو.
دغه راز یې له ځینو برخو د کرنیزو ځمکو په توګه استفاده کېده.
په ورته وخت کې د ایوب خان مینې له 250 جریبه غصب شوې ځمکې مخنیوی هم وشو.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري پلانونو جوړولو تر څنګ د هغوی له پلې کېدا هم څارنه او پالنه کوي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.