په زابل ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټی له غصب وژغورل شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۰ - ۹:۳۱
Zabul

۱۴۴۳/۰۸/۲۷

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غصب مخنیوي لړۍ پر دوام په زابل ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي کې له غصب مخنیوی وکړ.

تېره ورځ د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر ، د ولایت مقام د دفتر رئیس ملا احمد مختار، د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر مولوي ابو النصر، د عدلیې رئیس مولوي عبدالوارث خلیل ، د ښار جوړولو او ځمکو رئیس مولوي مسلم، د مهاجرینو آمریت استازو او دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون د غړو په ملتیا د کلات ښار سویل ته د مهاجرینو په ښارګوټي کې د دولتي ځمکو  له غصب مخنیوی وکړ.

د تېر حکومت په مهال د یاد ښارګوټي زیاته برخه غصب شوې او د غصب لړۍ په پوره چټکۍ سره روانه وه چې د ا.ا.ا په حاکمیت سره دغه لړۍ بنده شوه.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او د زابل سیمه ییزه اداره هیچاته اجازه نه ورکوي چې یوه لوېشت دولتي ځمکه غصب کړي او یا دولتي ځمکې په خپلسري توګه پر نورو ووېشي او وپلوري.

اوسمهال د زابل په مهاجرینو ښارګوټي کې ټولې غیر قانوني ابادۍ او رغونې درول شوي او امنیتي مسئولېنو ته جدي سپارښتنه شوې چې د غیر قانوني کړنو مخنیوی وکړي، غاصبینو او سرغړونکو سره قانوني چلند وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۲۸
Background image

په سر پل ولایت کې د یو باب مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۷/۳

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پراختیايي پروژو د څارنې د کمېټې سره په همغږۍ، د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۵۹
Background image

د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د زیربنایي چارو بهیر دوام لري

۱۴۴۷/۰۷/۳

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د ترسره شويو زیربنایي کارونو څارنه تر سره شوه.

د ښارګوټي د سړکونو د لیول او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۴۵
Background image

په کابل ښار کې د ودانیزو پروژو د تطبیق څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۳

د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست تخنیکي ټیمونو، د وزارت د لارښوونې له مخې، د کابل ښار د روانو ودانیزو پروژو څارنه وکړه.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس وویل،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت