د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ښاغلي سرپرست مولوي حمد الله نعماني د پلټنې عالي ادارې اړوند مسؤلینو سره وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
IM

24/12/1400هـ، ش

د ښار جوړولو  او ځمکو وزارت ښاغلي سرپرست مولوي حمد الله نعماني په خپل کاري دفتر کې د پلټنې عالي ادارې له راغلو مسؤلینو سره وکتل او په ځینو مواردو یې بحث وکړ.

د پلټنې عالي ادارې راغلو مسؤلینو د خپل کاري برخې ځینې موضوعات له وزیر صاحب سره شریک کړل او په دغه برخه کې یې ترې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ښاغلي سرپرست مولوي حمد الله نعماني راغلو کسانو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او یادونه یې ورته وکړه چې نیمګړتیاوې په ګوته  کړي.

وزیر وویل، دوی به اړوند مراجعو ته سپارښتنه وکړي چې د پلټنې عالي ادارې له راغلو مسؤلینو سره همکاري وکړي ترڅو یې کاري راپور بشپړ شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۷
Background image

د سرپل ولایت د کوهستانات ولسوالۍ د جرجرک کلي د پلچک پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۴

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د کوهستانات ولسوالۍ د جرجرک کلي د پلچک د پروژې د اجرايي چارو څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۲۸
Background image

په سر پل ولایت کې د یو باب مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۷/۳

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پراختیايي پروژو د څارنې د کمېټې سره په همغږۍ، د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۵۹
Background image

د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د زیربنایي چارو بهیر دوام لري

۱۴۴۷/۰۷/۳

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د ترسره شويو زیربنایي کارونو څارنه تر سره شوه.

د ښارګوټي د سړکونو د لیول او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت