د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست له سوداګرو سره وکتل

it_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۳۰ - ۱۵:۲۰
ملاقات-با-سرمایه گذار

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت یو له مهمو دولتي ادارو څخه دی او د هېواد د پرمختګ او هوساینې لپاره د پانګونې په راجلبولو کې اساسي او بنسټیز رول لري او دا اداره اقتصادي، ټولنیزې ودې او د ښه چاپیریال ساتنې ته ژمن دی.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ښاغلې مولوي حمدالله نعماني هوډ لري چې د ښاري سکټور د پیاوړتیا او له سوداګرو سره د پانګونې د ملاتړ په موخه هره ورځ د ياد ادارې له ملي ستراتیژي سره سم د خپلو دندو د پرمخ بیولو او د رئيس الوزرا له لوري د نورو لارښوونو په مطابق د كورنيو او خارجي سرمايه كارانو سره وګوري۔

له کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو سره یې د لیدنې موخه د ځمکې د مدیریت، ملي او ښاري پلان جوړول، ساختماني کارونه تنظيمول او دولتي ملکیتونو د مدیریت په برخو کې پانګونې ته د پام اړول دي، څو په پورتنیو ټولو برخو کې شته ستونزې هوارې شي.

ياد وزارت له خپل هېواد او ولس سره  ژمن دې چې د هېواد د پرمختګ او هوساینې په موخه نورو ادارو او پانګوالو ته د ځمکو د وېش له لارې د ښاري پلانونو په پلي کولو سره او له بلې خوا د پرمختګ په ډګر کې کار وکړي. او د خپلو هیوادوالو ته د کار مناسب زمينه او هیواد د ملي او نړیوالو ښاري معیارونو ته برابرول دې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ښار د ۱۷ ناحیې اړوند د تهیه مسکن پروژې څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۷/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د تخنیکي او عامه پوهاوي ټیمونو لخوا د کابل ښار د ۱۷ ناحیې اړوند د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د نیمروز ولایت د پوهنتون د اسفالت پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

4/7/1447

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د نیمروز ولایت د پوهنتون د اسفالت‌ کارۍ له پروژې څخه څارنه وکړه،.

یاده څارنه د نیمروز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۲۷
Background image

په پکتیکا ولایت کې د سړې خونې له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۷/۴

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د ۶۰۰ مټریک ټنه سړی خوني پروژې د ودانیزې چارو څارنه ترسره شوه، چې د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د یخي هوا د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت