د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې کمېټې درېیمه ناسته وشوه

Nasiri_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۷:۴۹
کابل

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په کنفرانسونو تالار کې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې کمېټې درېیمه ناست د دې وزارت د مالي، څارنې او ساتنې، تدارکاتو، بشري سرچینو، اداري او داخلي څار برنامو رئیسانو او امرینو په ګډون تر سره شوه.

د ناستې پر مهال د ۱۴۰۰ مالي کال په لړ کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د عادي او پرمختیايي بودجې مصرف د څرنګوالي په اړه خبرې وشوې او د مالي څانګې مسوولانو د دې وزارت د عادي او پرمختیايي بودجې د مصرف میزان په اړه معلومات ورکړل.

په یاده ناسته کې د عادي او پرمختیايي بودجې پر وړاندې د شته خنډونو او ستونزو په اړه هم خبرې وشوې او ګډونوالو په‌کې د مطرح شویو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل. همداراز، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مالي، برنامو او پروژو ریاستونو تر منځ په لا همغږۍ ټینګار وشو. 

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د کابل ښار د ماسټر پلان د تطبیق بهیر له نږدې وڅارل شو

۱۴۴۷/۰۱/۱۳

د کابل ښار د ماسټر پلان د پلي کېدو د څرنګوالي ارزونې په موخه، د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم خپل نظارتي فعالیتونه د ښار د لومړۍ ناحیې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۰:۵۴
Background image

په خوست کې د روغتیایي کلینیک ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۰۱/۱۳

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي امان الله اسد وایي، د دې ریاست دتخنیکي ټيم لخوا د عامې روغتیا اړوند د یو روغتیایي کلینیک چارې و څارل شوې.

ښاغلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۴۸
Background image

د میدان ښار د ترانسپورټي ترمینل چارې و ارزول شوې

۱۴۴۷/۰۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت مالي او اداري محترم مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، د میدان ښار د ترانسپورټي ترمینل د دویم فاز د پروژې د ودانیزو چارو د پرمختګ ارزونې په موخه د. . .

BACK TO NEWS