په بامیان کې څه باندې  ۲۳۹ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت  شوه

Nasiri_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۲ - ۸:۵۹
بامیان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د  بامیان  ولایت اړوند سیمو په  ۲۱۱ قطعو کې  ۲۳۹  زره او ۹۸۹  جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۱۶۱۳۴۰  جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۷۸۶۴۹ جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۹۱۹ زره او ۵۱۵ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې  ۷۰۱۲قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت  پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورتي ترمینل ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

 

۱۴۴۷/۰۲/۱۷

د کور او ښآر جوړولو وزارت د صنعتي او اقتصادي زونونو د پراختیا ریاست محترم رئیس الحاج محمد مسعود وایي،  د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د میدان ښار د ترانسپورتي ترمینل د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۹:۴۷
Background image

فراه کې د ښاري سرغړونو په موخه څارنه تر سره شوه

 

۱۴۴۷/۰۲/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ریاست  محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وايي، د ښاري سرغړونو د تخنیکي ټيم لخوا د فراه ښار د بیلابیلو ناحیو څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

د لغمان ولایت د مهترلام ښار په R5 تفصیلي پلان کې د ښاري سرغړونو پر ضد نظارت او اقدام وشو

۱۴۴۷/۲/۱۷

 د کور او ښار جوړولو وزارت د ښار سرغړونو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ښاري سرغړونو د مسلکي ټیم د لغمان ولایت د مهترلام ښار د R5 تفصیلي پلان په ساحه کې. . .

BACK TO NEWS