لوګر کې څه باندې ۲۵۷ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۷ - ۱۱:۳۳
لوګر

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې په دوام، د لوګر ولایت اړوندو سېمو په ۲۶۰ قطعو کې، ۲۵۷ زره او  ۱۱۵ جریبه  دولتي ځمکه او ملکیتونه ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه ۲۴۷۹۷۲ جریبه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۹۱۴۳ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي، چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد ۳۱ ولایتونو په ۶۹۳۹ قطعو کې، ۶ مېلیونه و ۸۱۱ زره او ۴۸۲ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د لویو پرمختیایي او اقتصادي  پروژو د پلي کېدو په موخه سروې او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۴۵
Background image

پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نومرو د وېش لړۍ چټکه شوې؛ څه باندې لس زره نمرې وېشل شوي

۱۴۴۷/۱۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د راستنېدونکو مهاجرو کورنیو لپاره د منظم او باعزته ژوند د برابرولو په موخه اغېزمن ګامونه پورته کړي دي.

دې برخه کې د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۱
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریت د هدایت او د دوامداره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۲۵
Background image

جوزجان ولایت کې راستنو شوو مهاجرو کورنیو باندې استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له حکم سره سم په یو شمېر ولایتونو کې پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر چټک. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت