په بادغیس کې څه باندې ۱۸۱ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت او سروې شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۶ - ۹:۴۶
بادغیس

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د بادغیس ولایت اړوند سیمو په ۱۴۲ قطعو کې ۱۸۱۳۴۰ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۱۸۰۳۴۷ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۹۹۳ جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۴۳۸ زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱ قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۱:۲
Background image

په غزني ولایت کې د روغتون له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۹

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي او نظارتي ټیم له لوري، د غزني ولایتي ملکي روغتون کې د انتظار خونې د جوړولو له روانو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۹:۵۴
Background image

په غزني ولایت کې د رشیدانو ولسوالۍ د اداري تعمیر پروژې له چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۹

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي او نظارتي ټیم له لوري، د دغه ولایت د رشیدانو ولسوالۍ د ودانۍ له روانو چارو څخه څارنه ترسره شوه.

د څارنې په مهال په ساحه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۵:۳
Background image

د فراه ولایت د ښاروالۍ د درې پوړیزه هوټل له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۸

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د تخنیکي ټیم له لوري، د فراه ولایت د ښاروالۍ اړوند د درې پوړیزه هوټل د ودانۍ له روانو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

یاده. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت