فاریاب کې د دوه روغتیايي پروژو رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۷ - ۷:۵۲
فاریاب

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د معتادینو ۵۰ بستریز روغتون رغنیزې چارې ۴۰ سلنه او د دې ولایت په شرین تګاب ولسوالۍ کې د ۲۰ بستریز روغتون رغنیزې چارې ۲۵ سلنه بشپړې کړي دي.

د معتادینو ۵۰ بستریز روغتون په ۱۹۹۹ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۸۶ میلیونه افغانیو او د شرین تګاب ولسوالۍ ۲۰ بستریز روغتون په ۲۵۰۰ متر مربع ځمکه کې په یو پوړ د ۶۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د عامې روغتیا وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په کچه د روغتیايي مرکزونو، د دولتي ادارو ودانیو، ورزشي سټډیمونو، کتابتونونو، موزیمونو، وړکتونونو، جوماتونو او تعلیمي او تحصیلي مرکزونو په جوړولو کې رغنده رول لوبولی او د ټولګټو پروژو تطبیق د دې وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.

###

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۲:۴۱
Background image

د ننګرهار د کور او ښار جوړولو ریاست لپاره نوی رئیس وګمارل شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۷
د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست کې  د اداري چارو د لا پیاوړتیا او د کارونو د لا منظم پرمخ بیولو او په ځانګړې توګه د مهاجرینو د ښار ګوټو د چارو د چټک پرمخ بیولو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۸
Background image

په کابل ښار کې د څو پوړیزو ودانیو په تهکوۍ کې د موټرو د تمځای جوړولو موضوع وڅېړل شوه

۱۶/۱۱/۱۴۴۷

 په کابل ښار کې د څو پوړیزو ودانیو په تهکوي کې د موټرو د تمځای د جوړولو د څرنګوالي د ارزونې په موخه د یوې کمېټې غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۶
Background image

د کوچيانو او اداري اصلاحاتو ښارګوټو کې د سرغړونو وضعیت وارزول شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۶

د میدان وردګ ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري د کوچيانو او اداري اصلاحاتو ښارګوټو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي او ارزونې په موخه نظارتي څارنه ترسره شوه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت