کابل ښار کې ۱۶۰۷ د ملکیت سندونه وویشل شول

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۴ - ۷:۴۴
کابل

ښارجوړولو او ځمکو وزارت کابل ښار کې د غیر ښاري سیمو د ثبت په لړ کې؛ د ۷ مې ناحیې په غیر پلاني سیمو کې ۲۶۰۷ کسانو ته د ملکیت سندونه وویشل.

د ویلو ده چې د ۷ مې ناحیې په غیر ښاري سیمو کې د ۳۹۷۶۰ کورونو سروې او ثبت لړۍ پایته رسېدلې او اوس مهال ښاریانو ته د ملکیت سند ویش لړۍ روانه ده.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت کابل ښار کې د غیر ښاري سیمو د ثبت په لړ کې، د ښار په ۲۲ ناحیو کې ۴۹۹ زره او ۵۱۴ کورونه سروې او ثبت کړي او تر دې دمه یې په بېلابېلو ناحیو کې ۱۴۸۹۴ قطعې د ملکیت سندونه ویشلي دي.

###

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۵۲
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د کابل ولایت د غصب مخنیوي او استرداد تخنیکي کمېټې له مسؤلینو سره وکتل

۱۴۴۷/۱۱/۰۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې، د کابل ولایت د غصب مخنیوي او استرداد تخنیکي کمېټې له مسؤلینو سره وکتل او د نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د تقنیني اسنادو د بیاکتنې او پړاونو بشپړولو کمېټې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او نظرونه تبادله کړل

۳ / ۱۱ / ۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم معین، شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د تقنیني اسنادو د بیاکتنې او پړاونو بشپړولو کمېټې ناسته وکړه، چې په کې پر بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۲۹
Background image

نوی کابل ښار د بدلون په درشل کې؛ د ۲.۶ پارسل پراختیايي پروژې پیل ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي

۱۴۴۷/۱۱/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د نوي کابل ښار د لومړي فاز اړوند د (۲.۶) پارسل د دوهم بلاک تفصیلي پلان تائید او لاسلیک کړ.

د دغې چارې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت