د میرغلام محمد ربیع ښوونځی ګټه اخیستنې ته وسپارل شو

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۹ - ۷:۴۳
بلخ

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ساختماني چارو مرستیال محترم سید نسیم خلیق مزار شریف ته په خپل کاري سفر کې د میرغلام محمد ربیع ښوونځی د بلخ والي او ولایتي مسوولینو په حضور کې پرانیست او ګټې اخیستنې ته وسپاره.

د دې مراسم په ترڅ کې، د بلخ والي محترم محمد اسحاق رهګذر خبرې وکړې او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت نقش یې د ځمکو په تنظیم، ښاري پراختیا او ساختماني پروژو په تطبیق کې خورا مهم وباله او د ساختماني پروژو پر تطبیق او پای ته رسونې ټینګار وکړ.

ورپسې، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ساختماني چارو مرستیال محترم سید نسیم خلیق خبرې وکړې او بلخ ولایت یې د یاد وزارت لپاره یو له مهمو ولایتونو څخه یاد کړ او زیاته یې کړه چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په دې وروستیو کې په بلخ ولایت کې د ۴۵ ساختماني پروژو د تطبیق چارې پیل کړي چې له دې ډلې، ۱۰ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي، ۱۹ پروژې د تطبیق په حال کې دي، ۵ پروژې په تدارکاتو او پاتې ۱۱ نورې د سروې او ډیزاین په مرحله کې دي.

د ساختماني چارو مرستیال د ساختماني پروژو پر ژر تطبیق ټینګار وکړ او د بلخ د ښارجوړولو او ځمکو ریاست ته لارښوونه وکړه ترڅو په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

د میرغلام محمد ربیع ښوونځی د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له خوا د قطعات پیش ساخت د ټکنالوژی په مرسته په دوه پوړو کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شوی دی.

###

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۶
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د بېلابېلو ساختماني پروژو له چارو څخه څارنه وکړه

۱۴۴۸/۳/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د اوو ساختماني پروژو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۴۷
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د ساختماني چارو د څارنې پر مهال د یو شمېر ودانیو کارونه ودرول شول

۱۴۴۸/۳/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کاري پلان له مخې، د کابل ښار د پنځمې ناحیې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۴:۲
Background image

په تېرو پنځو میاشتو کې ننګرهار کې له ۲۳ زرو ډېرو کورنیو ته د استوګنې نمرې وېشل شوې

۱۴۴۸/۳/۱۶

د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو هېوادوالو د دایمي مېشتېدنې په موخه، د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري په تېرو پنځو میاشتو کې د دې ولایت په درېیو ښارګوټو کې ۲۳. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت