ننګرهار کې له ۴۱۴ زره جريبو زياته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱ - ۹:۵۰
ننګرهار

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک برنامې د تطبيق په لړ کې په ننګرهار ولايت کې ۴۱۴ زره ۲۱۹ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړي دي.

له دې ډلې څخه په ۱۳۲ قطعو کې ۳۸۸۰۱۲ جريبه سپينه دولتي ځمکه او په ۱۰۵ قطعو کې ۲۶۲۰۷ جريبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه دي چې د ياد ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د ټول هېواد په کچه په ۵۸۷۸ قطعو کې ۵ ميليونه ۲۳۷ زره او ۹۴۶ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، نقشه او ثبت کړي دي. 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۳۱
Background image

په پروان کې د ۳۰ متري سړک د موازي کرښو د تثبیت لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د پروان ولایت د مرکز اړوند، د پوهنتون له درې‌لارې څخه تر هوفیانو پورې د ۳۰ متري سړک د دواړو غاړو د موازي کرښو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۵۶
Background image

په میمنه ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۱۷

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم، د خپل کاري پلان له مخې، د میمنې ښار په بېلابېلو ناحیو کې د تازه جوړېدونکو ودانیو څارنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۹:۴۴
Background image

په کابل کې د جهادي مدرسې د جوړولو لپاره د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د مرکز اړوند د مرنجان غونډۍ په سیمه کې د جهادي مدرسې د جوړولو لپاره د توپوګرافي سروې چارې پیل کړې.. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت