ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د هلمند والي سره ولېدل

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۳ - ۸:۴۵
کابل

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د هلمند والي محترم تورن جنرال محمد یاسین، د دې ولایت د ښارجوړولو او ځمکو رئیس او د لښکرګاه ښاروال سره ولېدل او د دې ولایت د ښاري پراختیا او ټولګټو پروژو د تطبیق پر څرنګوالي خبرې وکړې.

په سر کې، د هلمند والي محترم تورن جنرال محمد یاسین د ښار جوړولو او ځمکو وزارت نقش یې د ښاري پراختیا، د ځمکوالی چارو تنظیم او ټولګټو پروژو تطبیق په برخه کې مهم وباله او په یاد ولایت کې د روانو ساختماني او ټولګټو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه د هلمند ولایت مسوولینو په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور ریاست ودانیو او د درې پنځوس بستریزو روغتونونو د جوړولو، د شهیدانو لپاره د ځانکړې شوې ځمکې د ویش او تفصیلي پلان د جوړولو، د لښکرګاه ښار د تفصیلي پلان د ستونزو د حل، د هلمند ولایت سټراټيژيک پلان، د عامه کتابتونونو او د تاریخي ابدو د ترمیم او مرمت اړوند درې پروژو او د ښارجوړولو او ځمکو ریاست تجهیز په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ور پسې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزي په هلمند ولایت کې د ټولګټو پروژو پلي کېدل د دې وزارت لومړیتوب یاد کړ او څرګنده یې کړه چې په دې ولایت کې به د ساختماني پروژو چارې چټکې شي.

د ښارجوړولو او ځمکو سرپرست وزیر د هلمند ولایت د ښارجوړولو او ځمکو رئیس ته لارښوونه وکړه چې د والي سره په همغږۍ متقاضي ادارو ته د ځمکو د وېښ او پانګونې د جذب لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.

محترم محمود کرزي همداراز اړوندو مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې د هملند ولایت د ښارجوړولو او ځمکو ریاست لپاره د ودانۍ جوړول په پلان او بودجه کې شامل کړي او همداراز د یاد ریاست د تجهیز په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

همدارنګه، محترم محمود کرزي د ښاري چارو معینیت ته لارښوونه وکړه چې د هملند ښار په سټراټيژيک پلان کې د شته ستونزو او د لښکرګاه تفصیلي پلان د ارزولو په موخه دې یاد ولایت ته یو تخنیکي ټیم واستوي.

په پای کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د هلمند له والي څخه وغوښتل چې د دولتي ځمکو د وېش په برخه کې دې له پوره دقت څخه کار واخلي او همداراز د ټولګټو پروژو په عملي کولو کې دې د خلکو ګټي په پام کې ونیسي.

###

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۳۶
Background image

د بغلان دوشي ولسوالۍ دهن مورچل غوري سیمې لپاره هم تفصیلي پلان جوړ او منظور شو

۱۴۴۷/۹/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ اړوند دهن مورچل غوري سیمې لپاره جوړ شوی تفصیلي ښاري پلان منظور او لاسلیک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۱:۱۱
Background image

د هلمند واشېر ولسوالۍ پر عمومي سړک د یوې ودانیزې پروژې له چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۹/۱۵

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د دغه ولایت د واشېر ولسوالۍ پر عمومي سړک د ویې ودانیزې پروژې له چارو تخنیکي څارنه او ارزونه ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۰:۵۳
Background image

د هلمند په شینډنډ ولسوالۍ کې د یو کانال له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۹/۱۵

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست تخنیکي ټیم له لوري، د دغه ولایت د محترمې ښاروالۍ اړوند یو کانال پروژې د کانکرېټ اچولو له بهیر څارنه ترسره شوه.

دغه څارنه د کور. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت