پکتیا کې د مهاجرینو د ښارګوټي سطحي او تر ځمکې د لاندې اوبو څېړنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۹:۲۳
..

۱۴۴۵/۷/۲۴

د پکتیا ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مفتي عبیدالله رشاد وايي، د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ، اجباري راستنېدونکو مستحقو کډوالو ته د دایمي هستوګنې او د ځمکو د وېش کمیټې د هدایت پر اساس د یاد ولایت د محترم مقام له لوري د یوه ګډ هيئت سره د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د ښارګوټي سطحي او تر ځمکې د لاندې اوبو منابع وڅېړل.

مفتي عبید الله رشاد وایي، د ریاست تخنیکي ټیم او ورسره مل هیئت په یاد ښارګوټي کې د اوبو شتون او کمښت، تر ځمکې د لاندې او سطحي اوبو کیفیت او له اوبو څخه د ښارګوټي د اوسیدونکو د استعمال څرنګوالی وڅیړه.

نوموړی وایي، د یادو موضوعاتو په تړاو به د ګډ هیئت موندنې، د اجباري راستنېدونکو لپاره د دایمي هستوګنې او د ځمکو د وېش کمېټې ته چې مشري یې د کور او ښار جوړولو وزارت کوي، وړاندې کړي.

 

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۴۰
Background image

په ادرسکن ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په ادرسکن لسوالۍ کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۲۶
Background image

د لوګر ولایت د فرامینو د تعقیب او نظارت ریاست د ودانۍ له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د فرامینو د تعقیب او نظارت ریاست اداري ودانۍ د ساختماني چارو څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۸:۴۴
Background image

په سیداباد ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د میدان وردګو ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وايي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د سیدآباد ولسوالۍ په مرکز کې د مسجد شریف له روانو. . .

BACK TO NEWS