په کور او ښار جوړولو وزارت کې د چارو د لا ښه تنظیم او پرمختګ په موخه ګمارنې وشوې
۱۴۴۷/۰۵/۲۸
د کور او ښار جوړولو وزارت د اداري بنسټونو د لا قوي مدیریت، د خدماتو د شفافیت د لوړولو او د کاري چارو د اغېزمنتیا د پیاوړتیا په موخه ګمارنې ترسره کړې، چې د وزارت د محترم مقام په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزرا د محترم عالي مقام په منظورۍ منظور شوې.
په همدې تړاو د کور او ښار جوړولو وزارت د مالي او اداري محترم مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ د معرفت مراسم ترسره شول، چې محترم مولوي ذاکرالله ذاکري د وزارت د محترم مقام د حقوقي مشاور په توګه، او محترم مولوي عبدالمنان حقاني د دې وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د عمومي رئیس په توګه رسماً خپلو کار کوونکو ته وروپېژندل شول.
محترم مالي او اداري مرستیال د معرفت په مراسمو کې څرګنده کړه چې یادې ګمارنې د ادارې د ځواکمنتیا، د قانوني چارو د منظم مدیریت او د ښاري نظم د پیاوړتیا په برخه کې مهمه اغېزه لري.
الحاج محمد ارسلاح خروټي د نوو مقرر شوو مسوولینو څخه وغوښتل چې د دیني مسؤولیت، ملي امانت دارۍ، شفاف مدیریت او د خلکو د خدمت پر اصل ولاړ کارونه ترسره کړي.
تمه کېږي چې دغه مقررۍ د وزارت د کاري ظرفیت په لوړولو، د اداري پروسو په چټکتیا او د خلکو د خدمتونو په معیاري کولو کې څرګند بدلونونه رامنځته کړي.
