په کندهار کې له ۵۵ زرو ډېر غیر رسمي ښاري کورونه سروې او ثبت شول

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۹/۳۰ - ۱۱:۲۴
کندهار

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غير رسمي ښاري سیمو د ثبت برنامې د تطبيق په لړ کې په کندهار ولايت کې ۵۵۳۸۹ کورونه سروې او ثبت کړل.

له دې ډلې څخه ۵۱۱۱۳ کورونه په کندهار ښار او ۴۲۷۶ کورونه په سپين بولدک ولسوالۍ کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په پام کې لري چې د ۲۰۲۰ ميلادي کال تر پايه د کابل، مزار شريف، هرات، کندهار، جلال‌اباد، فراه، باميان او نيلي ښارونو غیر رسمي سیمو کې جوړو شويو ۵۰۰ کورونو ته د ملکيت سندونه وويشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۲:۴۳
Background image

د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ د میوو مارکېټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۸

د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند د میوو مارکېټ د ودانیزو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

یاده پروژه چې د میوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۹:۲
Background image

د شبرغان ښاروالۍ د غالیو اوبدونکو مارکېټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۸

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د تخنیکي ټیم له لوري، د شبرغان ښاروالۍ اړوند د غالیو اوبدونکو مارکېټ د ودانیزو چارو  څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

یاده پروژه چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۴
Background image

د طرحې د تطبیق په موخه د الشیخ ښارګوټي ساحوي څېړنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري چارو محترم معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ، ټاکل شوې تخنیکي کمېټې د (الشیخ استوګنیز ښارګوټي) له ساحې څخه لیدنه وکړه.

د دغې لیدنې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت