په کندهار کې د حرم‌سرای تاريخي ابدې د ترميم او مرمت چارې له ۸۰ سلنه ډيرې پرمخ تللي

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۸ - ۹:۵۷
کندهار

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کندهار ولايت په مرکز کې د حرم‌سرای تاريخي ابدې د مرمت او بيارغونې چارې ۸۹ سلنه پرمخ وړي او په نږدې راتلونکي کې به يې پاتې چارې هم بشپړې کړي. 

دا تاریخي ابده په ۶۰۰۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د تاريخي ابداتو د ترميم او مرمت ملي ادارې له لارې په يو ميليون او ۷۰۰زره افغانيو رغول کيږي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دې تاریخي ابدې سره هم‌مهاله په کابل کې د پل‌خشتي جامع جومات او د بالا باغ ماڼۍ، په بدخشان کې د خرقې مبارکې جومات او په هرات کې د هرات جامع جومات د ترميم او بيارغونې چارې بشپړې کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت