په کندهار ولایت کې د ودانیزې پروژې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۷/۲۷
د کندهار ولایت په لوړ شاولي کوټ ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا په لوړ شاولي کوټ ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ د اداري تعمیر ودانیزې چارې و څارل شوې.
ښاغلي مولوي عبدالمتین وویل، په دې پروژه کې د تهدابونو د رینګ بیمانو، د کانکریټ اچونې او د احاطوي دیوال لپاره د کندنکارۍ له چارو څارنه تر سره شوه.
د نوموړي په خبره، قراردادي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه، تر څو ټولې چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټيمونه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره شي.