په کندز ولایت کې ۲۰۹۵۸۲ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۱ - ۱۰:۳
کندز

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو ثبت په دوام کې، په کندز ولایت کې ۲۰۹۵۸۲ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.

دغه اندازه ځمکه په ۲۹۲ قطعو کې چې ۱۹۷۲۷۲ جریبه یې دولتي سپینې ځمکې او ۱۲۳۱۰ جریبه نور یې د دولتي ادارو تر استفادې لاندې دي، ثبت شوي.

په دې سره، د ولایت په کچه د دولتي ځمکو کره شمېره به ترلاسه شي او د دولتي غصب شویو ځمکو د استرداد سربېره په ښاري او کلیوالي کچه د حکومت ټول ګټو پروژو ښه تطبیق ته به اړین فرصتونه چمتو شي.

په تېر یو کال کې، څه د پاسه ۵،۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوې او د ثبت شویو ځمکو څخه د حکومت د پروژه د تطبیق لپاره ګټه اخېستنه پیل شوې ده.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۰:۱۷
Background image

د نیله باغ پروژې د پرمختګونو په تړاو خبرې وشوې

۱۴۴۷/۰۴/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج نجیب الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نیله باغ پروژې د چینایي مسؤل ښاغلي لي لونګ سره وکتل.

په پیل کې ښاغلي لي لونګ د افغان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۰:۱۴
Background image

په کندهار کې د استناف څارنوالۍ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۴/۰۶

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین سعید وایي چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کندهار ښار د عینومینې په سیمه کې د استناف څارنوالۍ د ودانۍ له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۱:۱۲
Background image

د بامیان ولایت د څلورو ولسوالیو تفصیلي پلانونه جوړ او د تطبیق لپاره تسلیم شول

۱۴۴۷/۴/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ټول هېواد په کچه انډوله پراختیا رامنځته کوي، چې له مخې یې دا ځل د بامیان ولایت څلور ولسوالیو ته د تفصیلي او ستراتیژیکو پراختیایي پلانونو رسمي. . .

BACK TO NEWS