په کابل ښار کې د نقلیه وسایطو د تم‌ځایونو د جوړولو لپاره، د لوړو ودانیو له مالکانو سره خبرې وشوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۴:۵۷
تم ځای

۱۴۴۸/۲/۶

په کابل ښار کې د تګ راتګ په مهال د موټرو ګڼه ګوڼه او د تمځایونو کمښت، هغه ستونزه ده چې خلک ورسره لاس او ګرېوان دي.

د همدې ستونزې د حل لپاره د هېواد په کچه د بېلا بېلو وزارتونو او ادارو  ترمنځ ګډه کاري کمېټه جوړه شوه، چې د یادې ستونزې د حل لپاره لاس په کار شي او حل لارې ولټوي.

په همدې لړ کې، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ د نقلیه وسایطو د تم‌ځایونو د جوړولو د څرنګوالي د ارزونې کمېټې غونډه وکړه، چې په کې یې د خپلو لومړنیو هڅو او د پایلو یادونه وکړه.

په دې غونډه کې، د کابل ښاروالۍ، مالیې وزارت، ترانسپورټ وزارت، کور او ښار جوړولو وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت، د کابل د ترافیکو ریاست او لوی نظارت استازو ګډون کړی وو.

ګډې کاري کمېټې وویل، د کابل ښار د لوړو ودانیو له ډیری مالکانو سره یې کتلي او ترې غوښتي یې دي، چې د خپلو ودانیو ځمکنی پوړ او یا لومړی پوړ د نقلیه وسایطو د تم‌ځایونو لپاره ځانګړی کړي.

د کمېټې د راپور له مخې، د کابل ښار د لوړو ودانیو ډېری مالکانو له دې ملي او ښاري خدمت څخه هرکلی کړی او د همکارۍ ټټر یې ډبولی دی، خو ځینې یې د (هو او نه) ترمنځ ولاړ دي.

دا اقدام د کابل ښار د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمولو، د موټرو د منظم تم کېدو او د ښاري نظم د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت باور لري، که دا پرېکړه په عملي بڼه پلي شي، نو نه یوازې د ښار د سړکونو پر غاړو به د موټرو بې‌نظمه درېدنه کمه شي، بلکې د خلکو د تګ راتګ په مهال به هم اسانتیاوې رامنځته او د کابل ښار به د منظم او عصري ښاري مدیریت پر لور یو بل مهم ګام واخلي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني، جوړه شوې کمېټه مهمه او باصلاحیته وبلله او ویې ویل، دا کمېټه د اسلامي امارت د ریاسة‌الوزرا د محترم مقام د حکم او لارښوونې پر بنسټ جوړه شوې ده او اغېزمن فعالیتونه به یې په راتلونکي کې د خلکو د ژوند، تګ راتګ او ښاري اسانتیاوو په ښه کېدو کې مهم رول ولوبوي.

ښاغلي بامیاني د کمېټې غړو ته سپارښتنه وکړه، چې د شته ستونزو  د هواري لپاره دې داسې عملي او مناسب اقدامات ترسره کړي، چې د خلکو او د اسلامي امارت په ګټه وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت