په پکتیکا ولایت کې د یو سوداګریز مارکیټ له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۰:۴۲
.

۱۴۴۶/۲/۲۵

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د دې ریاست اړوند د ودانیو څخه د څارنې مدیریت تخنیکي ټیم په مرکز ښرنه کې د نوي حوړیدونکي سوداګریز مارکیټ له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي سیف الجهاد وویل، د یادې پروژې په دریم پوړ کې د بیمونو او سلب سیخبندي، قالب بندي او د سلب کانکريټ ریزي د میکسر څخه په استفادې په مکمله توګه پای ته رسیدلي او پاتې چاري یې دوام لري.

نوموړي وویل، چې د دې ریاست د استازي مخکیني سپارښتنې په منظمه توګه په ساحه کې تطبیق شوي او د یادې  پروژې کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وشوې تر څو پاتې چارې دنقشې مطابق سرته و رسوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه د پروژو څخه څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق په مسلکي ډول سرته و رسیږي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۹:۲۵
Background image

په کندهار کې د امارتي هوټلونو لپاره ځمکه مشخص شو

۱۴۴۶/۱۲/۲۷

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست د تخنیکي او انجنیري ټیم لخوا د امارتي هوټلونو، رستورانتونو اومیلسمتونونو لپاره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۴:۲۹
Background image

په بغلان ولایت کې د کډوالو د ښار ګوټي توپوګرافي سروې تر سره شوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر حافظ محمد یوسف لطیف وایي، تخنیکي ټیم یې په بغلان ولایت د کډوالو د ښار ګوټي لپاره توپوګرافي سره تر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۴:۲
Background image

غزني کې د پښتون اباد د سړکونو او سکورت بازار د کانال پروژې څخه څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۶

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د پښتون اباد په وحدت سیمه کې د سړکونو جوړولو او د سکورت بازار د. . .

BACK TO NEWS