په پکتیا کې څه د باندې ۳۰۳زره جریبه ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۷ - ۱۰:۲۸
پکتیا

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې  دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کیدو پر مهال د پکتیا ولایت اړوند سیمو په ۲۹۴ قطعو کې ۳۰۳۵۹۵ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه ۳۰۱۷۳۲ جریبه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۱۸۶۳جریبه د دولتي ادارو تر استفادي لاندې عامه ملکیتونه  دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسووالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

 د ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ میلیونه، ۴۳۸زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱قطعې کیږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیایي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۸
Background image

له صیادو څخه نوي کابل ښار ته د پاکو اوبو د انتقال ستره پروژه د ډیزاین په مرحله کې ده

۱۴۴۸/۴/۱۰

 د نوي کابل ښار د پراختیا او د ښار د راتلونکو اوبو اړتیاوو د تأمین په موخه، له صیادو اوبیزې سرچینې څخه نوي کابل ښار ته د پاکو اوبو د انتقال ستره او حیاتي پروژه د نوي کابل ښار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت