په ولایتونو کې د کور او ښار جوړولو ریاستونو او ښاروالیو ترمنځ په لا ښې همغږۍ او همکارۍ خبرې وشوې
۱۴۴۶/۰۱/۰۴
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په دغه وزارت کې د ښاروالیو چارو د انسجام محترم عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده، د لوګر محترم ښاروال مولوي محمد اسحق سعید، د خوست محترم ښاروال قاري بسم الله بلال او ورسره راغلي هیئت سره وکتل.
په ناسته کې دواړو لوریو په ولایتونو کې د کور او ښار جوړولو وزارت اړوندو ریاستونو او د ښاروالیو ترمنځ په لا ښې همغږۍ او همکارۍ خبرې وکړې.
دغه راز، بحث وشو چې څنګه کېدای شي په ښارونو کې شته ستونزې حل او د پلانونو د تطبیق په مهال ستونزې او خنډونه رامنځته نه شي.
په ناسته کې، ټینګار وشو چې ولایتونو کې د دغه وزارت اړوندو ریاستونو او د شته ښاروالیو ترمنځ دې د همغږۍ او همکارۍ کچه لا زیاته شي او د ستونزو د رامنځته کېدو په صورت کې دې په ګډه حل لاره پیدا کوي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني له ټولو محترمو ښاروالیو غوښتنه وکړه چې له کور او ښار جوړولو وزارت څخه خپلې کېدونکې غوښتنې دې د کال په سر کې له دغه وزارت سره شریکوي، تر څو یې د کال په کاري پلان کې شامل کړي.
