په ورستۍ مېاشت کې په ۸ ښارونو کې څه باندې ۲۹ زره د ملکیت سندونه ویشل شوي دي

Nasiri_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۰ - ۸:۱۵
کابل

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په اتو لویو ښارونو کې  د غیر پلاني او غیر رسمي کورونو لپاره ۲۹ زره او ۹۰۸ قطعې د  ملکیت سندونه ویشلي دي.

د غیر پلاني ښاري سیمو د ثبت او د ملکیت سند د وېش برنامې په لړ کې په کابل ښار کې ۱۶ زره قطعې د ملکیت سند، مزار شریف کې ۲ زره او ۳۷۲، هرات کې ۴ زره او ۵۹۵، جلال اباد کې یو زر او ۵۳۰، کندهار کې ۲ زره او ۷۱۹، فراه کې ۴۹، بامیان کې یو زر او ۶۵۷ قطعې او نیلي ښار کې ۹ سوه او ۸۶ قطعې د ملکیت سندونه ویشل شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه ۹۱۴ زره او ۸۵۳ کورونو لپاره د ملکیت سندونه ویشلي دي، څو د غیري پلاني ښاري سېمو له ثیت وروسته، د یادو سیمو کوڅې او ویالې د ښاروالۍ له خوا پخې او خلکو ته ښاري خدمات وړاندې شي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ ورځ 10 ساعتونه ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

په سمنګان ولایت کې د مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۴/۲

د سمنګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد امین نوري وایي، د دې ریاست  اړوند تخنیکي ټیم د ایبک ښار د ترانسپورټ ریاست په انګړ کې د مسجد شریف د جوړېدو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۰:۰
Background image

په سمنګان کې د حوادثو د مدیریت ریاست د ودانۍ د جوړېدو کارونه ۸۵ سلنه بشپړ شوي

۱۴۴۷/۴/۲

د سمنګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد امین نوري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د حوادثو د مدیریت ریاست د ودانۍ د جوړېدو له روانو چارو څخه د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۹:۳۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د دلارام ولسوالۍ د ۲۵ بستري کلینیک ودانیزې چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۴/۲

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبالجبار یاسیني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د دلارام ولسوالۍ د ۲۵ بستري روغتیایي کلینیک د جوړېدو له پروژې څخه. . .

BACK TO NEWS