په هلمند کې څه باندې ۲۸۴ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت او سروې شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۵ - ۸:۵۷
هلمند

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې هلمند ولایت کې په ۱۱۷ قطعو کې ۲۸۴۹۷۴ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۲۸۳۶۵۶ جریبه ځمکه سپینه دولتي او پاتې ۱۳۱۸ جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښارجوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ میلیونه او ۲۵۹ زره او ۸۱۸ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې سروې او ثبت کړي او ژمن دی چې د دې پروسې له لارې د حکومت اقتصادي او پراختیايي پلان جوړونې تطبیق ته زمینه مساعده کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۴۴
Background image

لغمان ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي کې د پلان مطابق خط اچونه پېل شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د حکم او لارښوونې له مخې په لغمان ولایت کې هم پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۵۹
Background image

د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د تفصیلي پلان د ترتیب په موخه توپوګرافي سروې ترسره شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیمونو له لوري، د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په مرکز کې د توپوګرافي سروې چارې ترسره شوې.

یاده سروې د نږدې( ۱۹. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۲۶
Background image

د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د منظم او دوامداره نظارتي پروګرامونو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت