په هلمند ولایت کې مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر پیل شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۵۸
هلمند

۱۴۴۷/۱۱/۲۷

په هلمند ولایت کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د دایمي استوګنیزو نمرو د وېش بهیر په رسمي ډول پیل شو.

د مهاجرینو د اسانتیا او د چارو د منظم تنظیم په موخه، د استوګنیزو نمرو د وېش ولایتي هیئت له لوري دوه جلا تخنیکي او اداري هیئت ټاکل شوي دي، چې یو یې د فورمو د ترتیب او اداري پروسې مسؤلیت پر غاړه لري او بل یې په ساحه کې مستحقو مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د تسلیمۍ چارې پر مخ وړي.

د وېش ټول بهیر د شفافیت، عدالت او منظمې همغږۍ پر بنسټ ترسره کېږي او د تأیید شوو لېستونو له مخې مستحقو کورنیو ته نمرې سپارل کېږي.

همداراز، د بې‌ نظمۍ او ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره د هرې ورځې ځانګړي لېستونه له اړوندو ادارو او رسنیو سره شریکېږي، څو یوازې ټاکل شوي کسان مراجعه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د ښځینه مراجعه کوونکو د اسانتیا او درناوي په موخه هغوی ته د فورمو د ترلاسه کولو په برخه کې لومړیتوب ورکړل شوی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت