په نيمروز ولايت کې له ۹ زرو جريبو څخه زیاته دولتي ځمکه تصفيه شوه

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په زيربنايي پروژو کې د اسانتياو رامنځته کولو په موخه د نيمروز ولايت په مرکز کې ۹۱۶۶ جريبه دولتي ځمکه تصفيه کړه.
دا ټوټه ځمکه د زرنج ښار د پخواني هوایي ډګر په څنډه کې د ښار د پراختيا لپاره تصفيه شوه . ښار جوړولو او ځمکو وزارت په زيربنايي پروژو کې د اسانتياو د رامنځته کولو لپاره په ټول هېواد کې تر اوسه ۱ ميلیون ۲۵۰ زره جريبه ځمکه تصفيه کړې ده.