په لغمان کې د کرکټ بورډ لوبغالي چارې رواني دي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۰ - ۱۰:۳
لغمان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د لغمان ولایت سلطان غازي بابا ښارګوتې کې د کرکټ بورډ لوبغالي د رغولو چارې پیل کړي دي.

یاد لوبغالی پر ۶۰۰ زره مټر مربع ځمکه، په دریو پوړونو کې د ۴۸ مېلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو مالي لګښت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پراختیایي پروژوې له‌خوا رغول کېږي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د تېرو دریو کلونو پر مهال په هېواد کې د ۱۰۳۰ ساختماني پروژو د پلي کېدو چارې پیل کړي چې له دې ډلې ۱۵۰ هغه یې بشپړې او ګټې اوخیستې ته سپارلي، نږدې ۴۰۰ نورې پروژې د پلي کېدو په حال کې دي او پاتې پروژې د سروې، ډیزاین او تدارکاتو پړاو کې قرار لري.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۳:۳۵
Background image

په کندهار کې د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له ودانیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي  عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري تعمیر له ودانیزو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په پنجشیر کې د افغانستان بانک د ودانیزې پروژې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر فهیم نورزاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د افغانستان بانک د امریت په غوښتنه د یاد بانک له ودانیزو چارو څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د هرات ولایت د کور او ښا جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي انجنیر اکبري وویل. . .

BACK TO NEWS