په فراه کې د ۱.۵ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې و څارل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۰:۴۵
فراه

۱۴۴۷/۰۴/۱۶

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له خوا د ښار په نواحیو کې د ۱.۵ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې وڅارل شوې.

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وویل، د ملنګ جان اووم سړک د اسفالت د پوښښ لایې د هموارولو چارې د مشخصاتو سره سم پرمخ ځي.

هغه زیاته کړه چې قراردادي شرکت ته سپارښتنه شوې څو د اسفالت لایه د پیور ماشین په واسطه تطبیق کړي او د نقشې مطابق یې پلنوالی په پام کې ونیسي.

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښارونو د معیاري انکشاف لپاره د سړکونو، پلونو او نورو بنسټیزو پروژو څارنه پر مخ وړي، تر څو کارونه په دوامداره، اصولي او معیاري ډول ترسره شي. د ملنګ جان ۷ سړک پروژه د دغو هڅو یوه بېلګه ده

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د ودانیو د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخینوي ریاست تخنیکي ټيم، د خپلو کاري پلانونو له مخې او د تېرو څارنو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت