په غزني ولایت کې د ابوریحان بېروني مقبره رغول کېږي

Nasiri_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۱۳:۵۲
غزنی

د جمهوري ریاست لوړ مقام د هدایت پر بنسټ، په غزني ولایت کې د ابوریحان بېروني مقبرې د رغولو او د طرحې جوړولو په موخه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ودانیزو چارو معینیت تر نظر لاندې د تاریخي ابدو او جوماتو د ترمیم او بیا رغولو پروژې امریت متخصصینو ډلې له سیمې د مطالعاتو، سروې او ارزونې وروسته، یوه ځانګړې طرحه ترتیب کړه او د ملاحظې لپاره یې د جمهوري ریاست لوړ مقام ته واستوله او تائید شوه.
د دې مقبرې طرحې ترکیب د غزنویانو او اسلامي معمارۍ په سبک جوړ شوی او پلان یې یو اته‌ ضلعي ستوری دی چې له بهرام‌شاه منار څخه یې الګو اخېستل شوې ده. په دې طرحه کې د ښایست په موخه د سلطان مسعود له منار څخه هم الهام اخیستل شوی او د دې طرحې په لوړه برخه کې هڅه شوې ده چې د لېندیو او کمانونو بڼه یې له اسلامي مډرنو معماریو څخه جوړه شي چې په ښکلا کې یې لا ډېر زیاتوالی راشي.
همداراز، په دې طرحه کې هڅه شوې ده چې د ستر پوهان ابوریحان بېروني کړنو ته پوښښ ورکړل شي او له کومه ځایه چې هغه د خپلې دورې یو له مهمو ستور پېژندونکیو څخه وو، په پام کې ده چې د دې طرحې په پلي کېدو سره د مقبرې په چت کې لمریزې منظومې تر څنګ د لمر رڼا فېلټر او شمسي منظومې سیوری جوړ شي چې دا چاره لېدونکیو ته د هغه د ستور پېژندنې انځور وړاندې کوي.
دا پروژه پر ۷۲۰۰ متر مربع ځمکې د غزني په تاریخي ښار کې جوړېږي چې په‌کې مقبره، د ټکټ پلورلو ځای، د ساتونکیو خونه، عصري تشنابونه، تم‌ځای، پلې لارې او زرغونې سیمې شاملې دي چې په نږدې راتلونکي کې به یې د جوړولو چارې پیل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۲۶
Background image

د سرطاني ناروغانو د طبي کمپلکس د تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۹

د سرطاني ناروغانو لپاره د طبي کمپلکس د جوړېدو په تړاو د تخنیکي کمېټې غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پرختیا په معینیت کې ترسره شوه.

یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۵۷
Background image

ډېر ژر به د ودانیزو موادو د کیفیت خوندیتوب ازموینې په موخه د لابراتوار د جوړولو چارې پیل شي

۱۴۴۷/۱۱/۰۹

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري، د ودانیزو موادو د کیفیت خوندیتوب په موخه د معیاري ارزونې د یو عصري لابراتوار د جوړولو چارې به په لنډو ورځو کې پیل شي.

د یاد لابراتوار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۱۶
Background image

د تورغونډۍ بندر د احاطوي دیوال له جوړولو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۹

د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ د تورغونډۍ بندر د احاطوي دیوال د جوړولو له روانو چارو څخه څارنه ترسره شوه.

یاده څارنه د یو ګډ هیئت له لوري ترسره شوه، چې پکې د ولایت د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت