په صنعتي او زراعتي سکټور کې د ۹ ساختماني پروژو د تطبيق چارې پيل شوي
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د تېرو دريو کلونو پر مهال په صنعتي او زراعتي سکتور کې د نهو ساختماني پروژو د پلي کېدو چارې پيل کړي دي.
له دې ډلې څخه ۳ پروژې بشپړې او ګټې اخېستنې ته سپارل شوي، ۳ پروژې د پلي کېدو په حال کې دي، ۲ پروژې له ساختماني شرکتونو سره د قرارداد په مرحله کې دي او يوه پروژه د سروې په حال کې ده.
