په شملزو ولسوالۍ کې د روغتون د ودانۍ له ساختماني چارو تخنیکي څارنه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۹
هلمند

۱۴۴۸/۳/۸

د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ د روغتون د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري ساحوي څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې ساختماني چارې د منظور شوو تخنیکي نقشو مطابق او د ساختماني معیارونو په رعایت سره پرمخ روانې دي او تر دې مهاله د ترسره شوو کارونو کیفیت د قناعت وړ دی. همدارنګه د کارګرو ترمنځ لازم تخنیکي همغږي موجوده ده.

اوس مهال په پروژه کې د احاطوي دېوال د بنسټ لپاره د ځمکې کیندنې، د بنسټ د ډکولو او د ساده کانکریټ اچونې چارې روانې دي، د څارنې پر مهال قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې د ساختماني چارو د کیفیت تر څنګ د کارونو چټکتیا ته هم جدي پاملرنه وکړي.

د تخنیکي څارنې له مخې، یاده پروژه د منظم کاري پلان، تخنیکي اصولو او مناسبو ساختماني موادو په کارولو سره پرمخ روانه ده او تمه ده چې پاتې چارې به هم د ټاکل شوي مهال‌وېش مطابق، په معیاري او مسلکي ډول بشپړې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۷:۵
Background image

ازبکستان په افغانستان کې د استوګنیزو کورونو د جوړولو په برخه کې پانګونې ته چمتو دی

۱۴۴۸/۳/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د خپل کاري دفتر کې د ازبکستان له سفیر محترم اویبیک عثمانوف او مل پلاوي سره وکتل.

په پیل کې، د ازبکستان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۵۸
Background image

د لغمان په بابا صاحب دښته کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک اوبو د دویمې څاه د کېندنې چارې پیل شوې

۱۰/۳/۱۴۴۸

د لغمان ولایت د بابا صاحب دښتې په سیمه کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو لپاره په وېشل شوي ښارګوټي کې د څښاک اوبو د دویمې څاه د کېندنې چارې پیل شوې.

د لغمان ولایت د کور او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۴:۴۵
Background image

د لغمان په بابا صاحب دښته کې د مهاجرینو ښارګوټي د سړکونو د هوارولو چارې پیل شوې

۱۰/۳/۱۴۴۸

د لغمان ولایت د بابا صاحب دښتې په سیمه کې د مهاجرینو لپاره په جوړ شوي ښارګوټي کې د عمومي او فرعي سړکونو د هوارولو چارې پیل او په منظم ډول روانې دي.

د لغمان ولایت د کور او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت