په سپین غر ولسوالۍ کې د یوه جومات له ساختماني چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۶/۱۴
د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ د صاحبزادهګانو په کلي کې، د ارشاد، حج او اوقافو ریاست اړوند د یوه جومات له ساختماني چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه.
د ننګرهار د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس، انجنیر احمدالله زاهد، تخنیکي ټیم ته لارښوونه کړې، چې د پروژې له پاتې چارو څخه منظم او دوامداره نظارت وکړي، څو د منظور شوې نقشې، تخنیکي مشخصاتو او ساختماني معیارونو مطابق بشپړه شي.
د څارنې پر مهال د جومات د چت د شټرینګ قالبونو د لرې کولو چارې هم ترسره شوې.
د ننګرهار د کور او ښار جوړولو ریاست د ساختماني پروژو د کیفیت او خوندیتوب د ډاډمنتیا او تخنیکي معیارونو د رعایت په موخه خپلو څارنیزو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
