په سمنګان، غور او کندز ولایتونو کې په شرایطو برابرو سیموکې د تیلو پمپ سټیشنونو جوړولو ته اجازه ور کړل شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۹ - ۱۰:۸
picture

۱۴۴۵/۷/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو کمېسیون خپله نوبتي دوه دېرشمه ناسته وکړه او پر بېلا بېلو اړوندو موضوعاتو یې نظرونه تبادله کړل.

په ناسته کې، د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د تېلو د پمپ سټېشنونو پر جوړولو بحث وشو.

د تېلو پمپ سټېشنونو د جوړولو په موخه، د سوداګرۍ وزارت، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د ټولګټو چارو وزارت، کور او ښار جوړولو وزارت، د برښنا محترم ریاست، د اړونده ولایتونو د امنیې قوماندانیو، د اور وژنې ریاست او د سیمې د اوسېدونکو نظرونه دقیق وڅېړل شول او وروسته په لاندې ولایتونو کې د تېلو د پمپ سټیشنونو فعالیت ته اجازه ورکړل شوه.

سمنګان ولایت کې محترم محمد حکیم د محمد ابراهیم زوی ته، غور ولایت کې محترم اسرائیل د سید انور زوی ته او کندوز ولایت کې محترم احمد فرید د جمعه خان زوی ته د اسنادو تر څېړلو وروسته د تېلو د پمپ سټېشن د جوړولو اجازه ورکړل شوه.

دغه راز، په بامیان، ننګرهار، غور، سرپل، سمنګان او تخار ولایتونو کې د ځینو پمپ سټېشنونو جوړولو اسناد په بشپړهدتوګه نه و پروسس شوي، چې د طی مراحل او د ځمکو د تثبیت په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.

د ناستې په دوام، غور ولایت په مرکز، کندهار ولایت په اتمه ناحیه او د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د تېلو د پمپ سټېشنونو د جوړولو غوښتنې د ځینو دلایلو له امله رد شوې.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۴۰
Background image

په ادرسکن ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په ادرسکن لسوالۍ کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۲۶
Background image

د لوګر ولایت د فرامینو د تعقیب او نظارت ریاست د ودانۍ له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د فرامینو د تعقیب او نظارت ریاست اداري ودانۍ د ساختماني چارو څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۸:۴۴
Background image

په سیداباد ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د میدان وردګو ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وايي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د سیدآباد ولسوالۍ په مرکز کې د مسجد شریف له روانو. . .

BACK TO NEWS