په سرپل کې څه باندې ۱۸۰ زره جریبه ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲ - ۹:۲۶
سرپل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو  بانک  برنامې د پيلي کېدو پر مهال سرپل ولایت اړوندو سېمو   په ۲۳۳ قطعو کې ۱۸۳۰۵۱ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروي او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه،  ۱۸۲۴۴۸ جریبه دولتي سپينه ځمکه او پاتې ۶۰۳ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې د عامه ملکېتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بیلالبیلو ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۴۳۸ زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱ قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 ورځې 11 ساعتونه ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۱:۱۲
Background image

د بامیان ولایت د څلورو ولسوالیو تفصیلي پلانونه جوړ او د تطبیق لپاره تسلیم شول

۱۴۴۷/۴/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ټول هېواد په کچه انډوله پراختیا رامنځته کوي، چې له مخې یې دا ځل د بامیان ولایت څلور ولسوالیو ته د تفصیلي او ستراتیژیکو پراختیایي پلانونو رسمي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۰:۵۸
Background image

بامیان ولایت کې د مهاجرو ښارګوټی پرانیستل شو

۱۴۴۷/۴/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، او د یاد وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، د بامیان ولایت محترم والي مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۹:۳۷
Background image

د نیمروز ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۴/۰۵

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د چخانسور ولسوالۍ د جامع مسجد شریف د له ودانیزو چار څارنه او. . .

BACK TO NEWS