په دایکنډي کې څه باندې ۶۶ زره جریبه څړځایونه سروې شول

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۶ - ۹:۲۴
دایکنډي

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځایونو سروې، نښه کولو او ثبت پروسې د پلي کېدو پر مهال د دایکنډي ولایت اړوند سیمو په ۱۰۵ قطعو کې ۶۶ زره او ۹۵۶ جریبه څړځایونه سروې او ثبت کړل.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د څړځایونو سروې او ثبت له پیله تر دې مهاله د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۵ مېلیونه ۶۵ زره او ۷۰۱ جریبه څړځایونو سروې ثبت کړي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د څړځایونو سروې، نښه کولو او ثبت پروژې د پلي کېدو له لارې د افغانانو ملي شتمنۍ په توګه له عامه او خاصه څړځایونو معقولې او موثرې استفادې ته زمینه برابره کړې، څو د مناسبو شرایطو په مساعدولو سره ځان بسیاینې او اقتصادي او مالدارۍ ودې له لارې د خلکو په ژوند کې بنسټیز تغیرات رامنځ‌ته شي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 اونی 2 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د استوګنې په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وشوې

1447/02/19

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا معین، محترم مولوي گل‌زرین صابر، د پاکستاني پانګوالې کمپنۍ (اچ ار ال) له مسؤلینو سره د افغانستان په ځانګړې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

فراه کې د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي پلان ترتیب شو

۱۴۴۷/۰۲/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ ای ‌ایس ریاست محترم رئیس انجنیر الحافظ محمد یوسف لطیف وایي، چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د فراه ولایت د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۰:۴۸
Background image

هرات کې د دولتي ادارو د برېښنا لګښت او د سولري سیستم د نصب ساحې د معلومولو سروې ترسره شوه

1447/02/19

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د اداري کمپلکس په اړوند، د برېښنا لګښتونو د ارزونې او د سولري سیستم. . .

BACK TO NEWS