په بلخ کې څه باندې ۱۲۶ زره جریبه څړځایونه سروې شول

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځایونو سروې، نښه کولو او ثبت پروسې د پلي کېدو پر مهال د بلخ ولایت اړوند سیمو په ۲۱ قطعو کې ۱۲۶زره او ۵۸۶ جریبه څړځایونه سروې او ثبت کړل.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د څړځایونو سروې او ثبت له پیله تر دې مهاله د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۵ مېلیونه ۵۲۲ زره او ۴۱۱ جریبه څړځایونو سروې ثبت کړي دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د څړځایونو سروې، نښه کولو او ثبت پروژې د پلي کېدو له لارې د افغانانو ملي شتمنۍ په توګه له عامه او خاصه څړځایونو معقولې او موثرې استفادې ته زمینه برابره کړې.