په اقتصادي زونونو کې د پانګونې په اړه خبرې وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۶:۲
اقتصادي زونونوکې

۱۴۴۶/۱/۱۸

دا چې سرتاسري امنیت خوندي شوی او د پانګونې لپاره بستر هوار شوی، ټول داخلي او بهرني پانګوال کولای شي افغانستان کې بېلا بېلو برخو او په ځانګړې توګه د سرپناه، ښارګوټو، ښاري پراختیا او د اقتصادي زونونو برخه کې پانګونه وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د اقتصادي زونونو د پراختیا محترم رئیس مولوي فیض الله  فیضان وایي، د خپل تخنیکي کاري ټیم په ملتیا یې له یو شمېر پانګوالو سره ناسته وکړه.

ښاغلی مولوي فیضان وایي، په ناسته کې د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند په اقتصادي زونونو کې د پانګونې او فعالیت په تړاو یې له یو شمېر داخلي او بهرنیو پانګوالو سره بحثونه وکړل.

نوموړی وایي، پانګوالو ته یې د باریک اب کرنیز اقتصادي زون او دغه راز د پېروزي هستوګنیز ښارګوټي پروژو په اړه ټولې اسانتیاوې روښانه، وړاندیزونه بیان او ساحه یې له نږدې ور وښوده.

هغه وایي، پانګوالو ورته یادونه وکړه چې د یادو پروژو په اړه به له خپلو همکارانو سره تر سلا مشورو وروسته په عملي چارو لاس پورې کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو پانګوالو او سوداګرو غواړي چې د مسکن، ښارګوټو او د منظمې ښاري پراختیا برخه کې پانګونه وکړي، چې دغه وزارت یې بشپړ ملاتړ کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۴۷
Background image

د روان کال د پراختیایي بودجې په اړه مشورتي ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۶/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ د روان کال د پراختیایي بودجې په تړاو مشورتي ناسته ترسره شوه، چې موخه یې د بودجې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۴۷
Background image

د روان کال د پراختیایي بودجې په اړه مشورتي ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۶/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ د روان کال د پراختیایي بودجې په تړاو مشورتي ناسته ترسره شوه، چې موخه یې د بودجې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۲۱
Background image

د سرې میاشتې ښارګوټي له اوسېدونکو سره ناسته وشوه، ترڅو برخلیک معلوم شي

۱۴۴۷/۶/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د سرې میاشتې ښارګوټي له اوسېدونکو سره ناسته وکړه او په یاد ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت