په  فاریاب کې څه باندې  ۱۷۸ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۱۳:۳۲
فاریاب

ښار جوړواو ځمکووزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د فاریاب ولایت اړوندو سيمو په  ۱۸۲ قطعو کې ۱۷۸۱۶۰ جریبه  دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړې دي.

له دې شمېرې څخه ۱۶۸۸۶۶ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۹۲۹۴ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سروې او ثبت شوې دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د وروستیو درېوو کلونو په لړ کې نږدې ۶.۵ مېلیونه دولتي ځمکه او د دولت تر ولکې لاندې عامه ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۱
Background image

د کندهار ولایت په پنځلسمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۲

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه د کندهار ښار په پنځلسمه ناحیه کې له هغو ساختماني چارو څخه ساحوي تخنیکي نظارت ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۱۳
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د ناقانونه ودانیزو فعالیتونو مخه ونیول شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست، د رسیدګۍ، عامه پوهاوي او نظارت ټیمونو، د دوامداره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۲
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ساختماني موادو د کیفیت ازموینې لپاره لابراتوار جوړوي

۱۴۴۷/۱۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ساختماني موادو د کیفیت ازموینې د لابراتوار لپاره د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.

 په دغو مراسمو کې، د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت