پنجشېر ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند بستونو ازموینه واخیستل شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۲:۵۹
پنجشیر

۱۴۴۶/۰۶/۰۳

پنجشېر ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر محمد فهیم نورزدا وایي، د (۱۴۰۳) تشکیل مطابق یې د ریاست اړوند دوه خالي بستونو ازموینه واخیسته.

ښاغلی انجنیر نورزدا وایي، کار وړ کسانو ته د سپارلو په موخه یې دوه بستونه د ازادو سیالیو له لارې اعلان ته ورکړي و، چې یو یې د برق انجنیر او بل هغه یې د ساختمان انجنیر و.

د نوموړي په خبره، یاده ازموینه کې (۲۲) کسانو برخه اخیستې وه، چې له ډلې یې دوه کسانو د لوړو نمرو په ترلاسه کولو بریالي شول، چې بستونه خپل کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې خالي بستونه د ازادو سیالیو له لارې اعلان ته ورکوي چې وړ او مستعد کسان ورته په داوطلب شکل ازموینه ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

د غزني په ولایت کې د مسجد او تخنیکي پوهنتون د سړک پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۵

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وايي چې د ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مستوفیت ریاست د مسجد او د تخنیکي پوهنتون د سړک پروژو له چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د نیمروز په بندروالۍ ګمرک کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۵

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي چې د یاد ریاست تخنیکي ټیم د بندروالۍ ګمرک د مسجد شریف د محراب د اعمار چارو څارنه ترسره کړې ده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۸
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر په کابل کې له یو شمېر قطریانو سره وکتل

۱۴۴۷/۶/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د قطر هېواد د الغرافة خیریه بنسټ له لوړپوړو مسؤلینو سره وکتل.

دواړو لوریو په دغه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت