هلمند ولایت کې د صنعتي پارک توپوګرافي سروې ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۸ - ۱۰:۲۳
.

۱۴۴۵/۰۸/۰۶

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي نېک محمد معتصم وایي، د ریاست اړوند تخنیکي تیم یې د دغه ولایت په نهر سراج ولسوالۍ دو راهي سیمه کې د صنعتي پارک توپوګرافي سروې ترسره کړه

مولوي نېک محمد معتصم وایي، تخنیکي ټیم یې د هلمند ولایت محترم مقام په لارښوونه او د هلمند ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست په غوښتنه یاده سروې ترسره کړه.

ټاکل شوې چې د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ دوراهي سیمه کې په (۲۰۰۰) دوه زره جریبه ځمکه کې مجهز او منظم صنعتي پارک جوړ شي.

هلمند کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي نېک محمد وایي، له توپو ګرافي سروې وروسته به د یاد پارک لپاره تفصیلي پلان جوړ شي، او د بیخ بنایي چارو سربېره به یې چاپېریالي دېوال په لنډ وخت کې پیل شي.

د معلوماتو له مخې، دغه پروژه په سویل لوېدیځ کې یوه ستره او ارزښت لرونکې پروژه ده،چې د پانګوالو، صنعت کارانو او سوداګرو لپاره یو ښه فرصت دی.

دغه چاره به له دولتي ځمکې څخه د اغېزمنې او ګټورې استفادې زمینه هم برابره کړي، پانګوال، صنعت کاران او سوداګر به تشویق شي، خلکو ته به د کسب او کار کولو زمینه برابره شي او ورسره به ملي عواید لوړ شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۴۰
Background image

په ادرسکن ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په ادرسکن لسوالۍ کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۲۶
Background image

د لوګر ولایت د فرامینو د تعقیب او نظارت ریاست د ودانۍ له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د فرامینو د تعقیب او نظارت ریاست اداري ودانۍ د ساختماني چارو څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۸:۴۴
Background image

په سیداباد ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د میدان وردګو ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وايي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د سیدآباد ولسوالۍ په مرکز کې د مسجد شریف له روانو. . .

BACK TO NEWS